Tuesday, May 15, 2012

د ميدان وردګ ولايت

 

وردګ ولايت د كابل په لوديځ كې پروت دى، چې د كابل- كندهار لويه لار پكې غځېدلې ده. دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانګړي ولايت په توګه منل شوى. په دغه ولايت كې بېلابېل توكمونه اوسېږي، چې ډېر يې وردګ قوم دى او ولايت هم ددوى په نامه نومول شوى دى. دغه ولايت اوس مهال اته ولسوالى، لكه سيدآباد، جغتو، چك، دايميرداد، جلرېز، نرخ، بسهود مركز او بهسود لومړۍ حصه دي

جوړښت
دغه ولايت د هېواد د ګڼ مېشتو ولايتونو څخه شمېرل كېږي، چې ډېر لوستي خلك لري او د هېواد په هر حكومت كې د پام وړ رول لري. ددغه ولايت خلك په كرنه او مالدارۍ بوخت دي، د مڼو او كچالو د محصولاتو په برخه كې د هېواد تر ټولو مهم ولايت دى. پوهنې ته پكې ډېره پاملرنه كېږي .

دوردګ ولایت ۸ ولسولۍ


تاریخچه

د وردګ ولايت پخوانۍ وضعیت

وردګ ولايت كه څه هم د هېواد له پلازمينې كابل په ۳۰ كېلومترۍ كې پروت ولايت دى او دكابل- كندهار لويه لار په همدې ولايت كې تېره شوې ده، چې له ډېرو وروسته پاتې ولايتونو څخه شمېرل كېږي. په دغه ولايت كې د پرمختګ ډېر امكانات شته، خو د وخت د هېڅ حكومت لخوا ورته پاملرنه نه ده شوې او هر څه يې شاړ پراته دي. كه دې وردګ ولايت موقعيت ته ونه ګورو نو په نورو ځانګړتياوو كې كټ مټ له غور او دايكندي ولايت سره پرتله كېداى شي. د اوسني حكومت له راتلو مخكې خو يې مركز هم د هېواد له ډېرو ولسواليو څخه هم خوار ښكارېده. له يو درجن خټينو كورونو او نيم درجن هټيو (دكانونو) پرته پكې هېڅ نه ليدل كېدل .

 
د وردګ ولايت اوسنۍ وضعه او پرمختګونه

كله به چې د وردګ ولايت د مركز (ميدانښار) نوم واخيستل شو، نو هر چا به دا فكر كاوه، چې گواكي دلته به خامخا يو لوى ښار وي. په زړه كې به يې ددې ولايت د ليدو هيله را وټوكېده، خو كله به يې چې ددې مركز ديدن نصيب شو، نو يوازې د نيم درجن هټيو (دكانونو) پرته به يې نور هېڅ ونه ليدل، د ميدانښار د نوم او واقعيت ترمنځ واټن ته به هك پك شو. كله چې د طالب حكومت را پرځېدو ورسوسته په هېواد كې نوې اداره رامنځ ته شوه. په لومړي سر كې په دغه ولايت كې په پرله پسې توګه يو څو واليان لكه: قاضي رحيمي، حميدالله توخى، حاجي سيف الله احمدزى او رازمحمد دليلي يو پر بل پسې بدل او رابدل شول، چې ددوى په وخت كې په دغه ولايت كې هېڅ د پام وړ كار ونه شو، وروسته په ۱۳۸۳لمريز كال كې ښاغلى عبدالجبار نعيمي د وردګ ولايت والي شو، چې د ۱۳۸۷ ترچنگاښ پورې يې ددې ولايت چارې پرمخ يوړې او ورپسې ښاغلي محمد حليم فدايې راغى چې تراوسه ددې ولايت اداري چارې پر مخ وړي. د ښاغلي عبد الجبار نعيمي په راتلو سره په دغه ولايت كې د تېرو حكومتونو پرتله بېساري پرمختګونه وشول او د ولايت مركز ميدانښار تر ډېره بريده د ښار او ولايت بڼه خپله كړه. دغه موده د ولايت لپاره د نوښت او رغاونې زرينه موده ګڼل كېږي، چې ځينو مهمو برخو كې د پام وړ كارونو ته په لاندې توګه اشاره كولاى شو:


د ولايت مركز ميدانښار

دغه ولايت د ګوتو په شمېر يو څو خټينې هټۍ او كورونه لرل، دولتي ودانۍ له يوې خوا پكې ډېرې لږ او له بلې خوا د تېرو جنګ جګړو پرمهال ويجاړې شوې وې، په دې وروستيو كلونو كې د ولايت ټولې دولتي ودانۍ، لكه د ولايت مقام، رياستونه، روغتون، محكمه او امنيتي ودانۍ جوړې شوې، د مركز سړكونه او كوڅې پخې شوې. په ولايت كې ډېر تجارتي ماركېټونه، هوټلونه او لوړمنزله ودانۍ پيل شوې. د ښار شا اوخوا څو ښارګوټي نقشه او د كورنو په زرګونو نومرې ووېشل شوې. ولايت ته په لسګونو مؤسسې راغلې او ودانۍ يې جوړې او يا كرايه كړې. په ولايت كې دار المعلمين، د زراعت لېسه، ديني دارالعلومونه، راډيو ټلوېزون، سپورتي لوبغالى، پاركونه او جوماتونه جوړ شول. چې دې ټولو د وردګ ولايت په مركز كې د خلكو ګڼه ګوڼه، د سوداګرو تګ راتګ او پانګونه او د خلكو د اوسېدو شونتيا ډېره كړه او په دې سره د ميدانښار نوم خپل حيثيت خپل كړ. د يادونې وړ ده چې په ۱۳۷۶ كال كې د ودګو ولايت د ميدانښار ښاروالۍ په ټول هېواد كې دريمه درجه خپله او جايزه يې ترلاسه كړه.
پوهنه
دوردګ ولایت د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه دی چه د کابل ، لوګر، غزنی، بامیان او د پروان دولایتونو تر منځ دافغانستان په مرکزی برخه کې پریوتی دی.دوردكوخلك زيات تعليم يافته دي،
د وردګو په ولايت كې هسې نه هم خلكو ښوونې او روزنې ته ارزښت وركاوه، چې د نوې ادارې په راتلو سره د ښوونې او روزنې بهير لا پسې ګړندى شو. د هلكانو ترڅنګ د نجونو ښوونځي هم پرانېستل شول. په دې ولايت كې د ښوونكو د دارالمعلمين او ديني دارالعلومونو ترڅنګ ۲۶۷ د زده كړې مركزونه فعاليت لري، چې ۵۲ لېسې، ۶۹ منځني ښوونځي، ۱۴۰ لومړني ښوونځي فعاليت لري، چې كابو ۴۰۰۰ ښوونكي لري.
ادبي هڅې
په دغه ولايت كې كه څه هم ادبي څېرې ښې ډېرې خو دغه وروستي كلونه د نوو څېرو د راټوكېدو او د ادبي هڅو ددې ولايت په تاريخ كې زرينه دوره ګڼل كېږي. ځكه د مڼې ګل مشاعرې خپله ملي بڼه خپله كړه. په دې ولايت كې د اېف اېم راډيو او ټېلوېزون جوړ او په خپرونو يې پيل وكړ، ددې ترڅنګ په ځينو ولسواليو كې د انترنيوز لخوا هم راډيو ګانې جوړې او خپرونې كوي. همدارنګه په دغه ولايت كې كابو ۲۲ نوې ادبي او كلتوري ټولنې رامنځ ته شوې. د جغتو، وردګ، ملي هدف اونيزه، دريځ، آذان او عهد په څېر كابلو ۱۲ مجلې او مهالنۍ خپرونو په خپراوي پيل وكړ. ترټولو مهمه خو دا ده چې د وردګ ولايت اوسني ولايت د وردګ ليكوالو د آثارو او كتابونو چاپ او خپراوي ته هم اوږه وركړې او تر دې مله يې په خپل لګښت كابو ۱۵ عنوانه كتابونه چاپ كړي دي. د: بيا رغاونه: په دغه ولايت كې د ځينو مؤسسو ترڅنګ د ملي پيوستون پروګرام هم د ولايت په رغاونه كې مرسته وكړه، په دې سره د خلكو له اړتياوو سره سم ځينې وړې او غټې پروژې لكه: استنادي دېوالونه، ويالې، پولچك او كوهيان جوړ شول. خو د جغتو په ولسوالۍ په ځينو برخو كې لا تراوسه دا پروګرام نه دى پلى شوى او خلك دېته سترګې په لار دي، چې دا پروګرام به كله پيل كېږي. هـ: سړكونه: په دې ولايت كې د كابل- كندهار لوى سړك غځېدلى چې د نوي حكومت په پير كې په اساسي بڼه جوړ شو، پدې سره ټول دغه ولايت او ټول هېواد ته خورا زياته گټه ورسېده ددې ترڅنګ ددې ولايت ځينو نور مهم سړكونه لكه: د مېدانښار- باميانو، چك، تنګي او انخي سړكونه هم په پاخه او اساسي توګه جوړ او يا تر كار لاندې دي، چې په دې سره د ولايت خلكو ته خورا ډېرې اسانتياوې مهيا شوې. ددې ترڅنګ د ولايت خلك په ټينګه غواړي، چې د چك او جغتو ترمنځ غځېدلى سړك او هم د جغتو ولسوالۍ سړك جوړ شي. اړتياوې:
وردګ ولايت د پرمختګ ډېره شونتيا لري، د ولايت په ډېرو برخو كې په اسانۍ سره ډېرې ګټورې پروژې پلې كېداى شي، چې ګټه به يې نه يوازې وردګ ولايت بلكې ټول هېواد ته ورسېږي. چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
د ګوربت بندجوړول
د ګوربت غروه په دواړو خواوو يانې په جغتو ولسوالۍ او هم په سيدآباد ولسوالۍ ډېرې اوبه بهيږي، هر پسرلۍ پرېمانه اوبه هسې ضايع كېږي، چې په دواړو خواوو كې د دوو ډېرو ګټورو بندونو امكانات شته او پخوا يې څېړنه هم شوې او ارزښت يې هم تر ډېره بريده ارزول شوى، چې په زرګونو جرېبه ځمكه خړوبولى شي، چې په دې اړه د حكومت جدي پاملرنې ته اړتيا ده. د چك برېښناكوټ رغول: دغه فابريكه په ۱۹۴۰ كال كې جوړه شوې او د هېواد مهمه فابريكه ده، چې دغه فابريكه بيا سمې رغونې او په سيمه كې دبرېښنا وېش ته اړتيا لري. د نرخ له تاريخي آثارو سمه ګټه اخيستل: په دې وروستيو كې ددې ولايت په نرخ ولسوالۍ كې ډېر ارزښتناك تاريخ آثار كشف شوي او د بهرنيانو لخوا په كې ځنې پلټنې هم ترسره شوې، چې دغه پلټنې بايد معياري او د سيمې د خلكو په ګټه ترسره شي.
د سيدآباد ولسوالۍ له ډبرو سمه ګټه اخيستل: د سيدآباد په غرو كې سپينې او سور رنګه ډبرې شته چې د ودانيو په جوړولو كې ترې ګټه اخيستل كېږي، دغه تېږې ډېره بيه لري، اوسمهال په غير معياري توګه راايستل كېږي، دغه بهير بايد سمون ومومي او د هېواد او ولايت په ګټه ترې كار واخيستل شي.
زمكنې جوړښت
د ولایت مرکز میدا ښار دی او مساحت یی ۸۹۳۸۱۳ کیلومتر مربع دی.‌ د وردک ولایت په ټولیزډول سره ۲۸۰۰۰ ایکړه د اوبیزه یا کرهنیزه ځمکه لری. د میدان وردګ ولایت زمکنی جوړښت د اټکل له مخی په دریو برخو ویشلی ش،
  1. دری او خوړونه چی دا منتطقی ډیری اوبه لری او د کرهڼی لپاره ښه مساعد دی.‌
  2. لږ لوړی منطقی چی دی ځایونو ته د خوړو څخه،‌ د کاریزونو څخه اوبه پرته کیږی او په هغه کی محدود ډول سره کرهڼه صورت نیسی.
  3. دریم دښتی دی د ولایت یوه لوی مساحت یی احتوا کړی دی. دا دښتی اوبه نلری او اکثرا په پسرلی د څړځایونو په حیث د کوچیانو لخوا استعمالیږی.
نفوس
فرهنګي، علمي او اجتماعي حالت
تاريخي ځايونه
جغتو:

جغتو د وردګو ولايت ولسوالي، په سويل لويديز كې پرته ده چې په همدغه ولايت پورې اړه لري، ګرد چاپېره غرونو يې سرحدات تشكلوي، يواځي سويل ختيز لورته يې خواجه عمري، او سويل لوديز ته د رشيدانو ولسوالۍ چې دواړه په غزني ولايت پوري اړه لري پرتې دي. جغتو د تاريخې لحاظه د اهميت وړ دى، د اسلام نه مخكې د هفتالي دولت په پير(عصر) كې جغتو د جګدو په نامه سره ياديدلو، چې وروسته په جغتو آوښتى دي، په خپله غيږ كې تاريخي ښار برغولى، بند سلطان، او د هلاكو غر ته ځاى وركړي دي، د (هيون څانګ) نومې بودايي عالم له چين څخه تر هنده او له هند څخه تر چينه يونليك په چيني ژبه لكيلى دى، نوموړى اول د بودايي دين مركز افغانستان ته د لويو لويو معابدو د لېدلو لپاره راغلي، بيا لدې ځايه هند ته سفر كړى، د هند څخه بېرته افغانستان ته راغلى، لوى استاد علامه اكاډيميسن پوهاند عبد الشكور رشاد د (هيون څانګ) او يونليك داسې راپېژني:
"هيون څانګ د بودايي دين ستر عالم په۶۰۳ ميلادي كال د چين Koushih نومي ښار كې زيږيدلى او په ۶۶۳ميلادي (۴۳هـ ق) د چين په Kaoching نومي ښار كې مړ دى، ده له هندي ژبې څخه ۷۳ بودايي متنه په چيني ژبه اړولي وو، نوموړى چې د هندوستان له سفره چين ته ورسيد، شل آسونه يې په كتابونو بار وو، په دغه كتابونو كې ۶۵۷ بودايي متنونه او شرحي وي، ده په دغه سفر كې له (۶۲۹ع)كال (۸ هـ ق) څخه تر (۶۴۴ع كال) (۲۴هـ ق) پورې پنځلس كاله تېر كړي، له هندوستانه څخه ، د ۶۴۴ع كال د جون په پنځلسمه فالانا ( اوسنى بنو) ته راغلى او د جون پر پنځوشتمه اپوكان (ابوګان ? افغان = پختيا ( اوسنى پكتيا) ته راغلى بيا له اپوګانه د جګدو (اوسنى جغتو) له لارې د ۶۴۴ع كال د جولاى په لومړۍ ورځ كاپيسا ته رسيدلى دى". لدې څخه را په ډاګه كېږي، چې د جغتو سيمه ډېر لرغونى تاريخ لري.
دسلطان بند
دا بند د جغتو په لمنه كې پروت دى، پداسې ځاى كې چې د جغتو د بيلا بيلو خوړونو لاري په همغه ځاى ورسپري دي، د ژمي د واورو او د پسرلي د بارانونو اوبه هملته غونډيږي، دغه بند د سلطان محمود غزنوي دولت پر مهال د همغه پير (عصر) په تخنيكي نورمونو اباد او د غازي امان الله خان د پاچاهۍ پر مهال بيا جوړ شوی، له دغه بند څخه د وردګو يوازې دوه كلي ګټه پورته كوي او نورې ټولې اوبه د خواجه عمري په شنه او ښكلې سيمه كې، چې د هزاره ګانو سيمه ده بهيږي او دغزني ښار شا او خوا سيمې خړوبوي.
د هلاكو غر
دا غر د جغتو ولسوالۍ څخه د ګرد چاپيره غرونو لوړه څوكه ده، چې د جغتو په سويلي لوري كې د بند سلطان په غاړه د برغولي په نامه د پرتي سيمې په څنګ كې غزيدلې، د هلاكو بابا د غره په نامه سره د سړي ذهن ته د هغه هلاكو او د هغه پلار چنګيزخان تاتاري زوي را ټوپ كړي ، چې د منګوليا په غرو كې يې خواره واره تاتاريان تر يو بيرغ لاندي را غونډ كړل، لومړى يې د چين هېواد تر پښولاندي كړ، بيا يې اسلامي نړۍ ته مخه كړه په منځني اسيا كې يې د اسلامي پياوړي خوارزم شاهې دولت ته پښې اړم كړې، خوارزم شاهي دولت په ډېره ميړانه له اسلامي خاورې دفاع وكړه، خو څرنګه چې د چنګيز لښكري خورا ډېرې او پياوړې وې اسلامي دولت د دغه بې رحمه لښكر په وړاندې كمزورى شو تاتاري لښكر اسلامي خاورې ته را ننوتل هر څه يې تالا والا كړل، مسلمانان يې شهيدان، ښارونه يې ړنګ، جوماتو او علمي مراكز يې له خاورو سره خاورې كړل، شني او سمسوري سيمي يې په سپيرو دښتو واړولي ان افغانستان ته راورسيدل او دجغتو سيمه كې يې لويې لويې هډي او لښكر ځايونه جوړ كړل، برغولى، كلمنار او هفتاله دا دهغه وخت آبادې سيمې وې، اصلي خبره داده چې دا بل هلاكو دى او د اسلام نه وړاندې په هفتالي دولت كې تېر شوى او دې غره يې تر ننه نوم ژوندى ساتلى دى.
د هفتالي دولت پر مهال پدې ځاى كې ښارونه آباد وو، لوى استاد علامه عبدالحي ليكي، چې هفتاله د هفتالي دولت مهم ځاى ړ او هفتالي دولت د اسلام نه وړاندې پدې سيمو كې واكمن دولت وو، د همغه پير (عصر) آثار او بېلګې كشف شوي دي.
برغولى
دا سيمه د هلاكو غره او بند سلطان ترمينځ پرته سيمه ده، داسي ښكاري، چې دا سيمه د ډېرو اباديو او بې شميره نسلونو كوربه وه، همدا اوس هم په خپله غيږه كې داسې يو ځاى لري، چې د هيواد او په ځانګړي توګه د غزني څخه هر كال بي شميره هندوان ورته راځي، زيارت يې كوي، خپل ديني مراسم تر سره كوي او ډېرې قربانۍ كوي، د برغولي په سيمه كې د تېر عصر آثار موندل كيږي، قيمتي ټوټې، تيږي او داسي نور څيزونه ترلاسه كيږي، كله چې باران وشي د سيمې هلكان دې سيمې په هسكو ټېټو كې د قيمتې او ارزښتناكو توكيو پلټنه كوي، د برغولي په سيمه كې دوې لوړې لوړې غونډى دي، چې پخوا پكې ژرندې آباد او د باد په مټ به چليدلې.

No comments:

Post a Comment